ولسي جرګې تاييد کړه، چې د ملي امنیت عمومي رییس له خپلې دندې ګوښه کړی شوی

د ولسي جرګې ځینو غړو تایید کړ، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل له خپلې دندې ګوښه کړی شوی دی.

د دې جرګې د کورني امنیت غړي اقبال صافي خبریالانو ته وویل، چې رحمت الله نبیل نن سهار د دې کمیسیون په غونډه کې ویلي چې دی د ولسمشر کرزي له خوا له دندې لری شوی او ښایي چې ډیر ژر بل کس د ده پرځای دې څوکۍ ته ونومول شي.

که څه هم تر اوسه د ښاغلي نبیل د ګوښه کیدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ځینو رسنیو او ناتاييد شوو راپورونو ویلي، چې ښایي د قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد د ده پرځای ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو لپاره معرفي شي، خو په ادې اړه رسمي منابعو څه نه دي ویلی.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې په نږدې ورځو کې به د دفاع او کورنیو چارو کاندید وزیران هم ولسي جرګې ته د رایې د ترلاسه کولو لپاره ور وپیژندل شي.