"د ایران د ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ له نومولو خبر نه یو"

له دې سره چې څو اونۍ مخکې د بلخ سیمه ایزو چارواکو په دې ولایت کې د ایران د ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ له نومولو خبر ورکړی او وايي، چې دغه موضوع یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وړاندې کړې، خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، هیڅ پرې خبر نه دی.

سید مخدوم رهین چې د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې دیني او کلتوري کمېسیون په دې اړه ورغوښتی وو، وویل، چې د بلخ چارواکو په دې اړه خبر نه دی ورکړی:

“په ټولیزه توګه په ولایتونو کې چې نومومونه ایښول کېږي، باید د ولایتي شورا او والي نظر واخلي او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وړاندیز کېږي، یعني د اطلاعاتو او کلتور وزارت تائیدي باید واخیستل شي، په دې اړه موږ ته هیڅ وړاندیز نه دی شوی او زه ان باور هم نه لرم چې ایا دغه کار شوی او که یا ؟”

په بلخ ولایت کې پر یوه مهم واټ د ایران د وژل شوو ډیپلوماټانو د نوم ایښوولو موضوع د ولسي خلکو او د افغانستان د ملي شورا د یو شمېرغړو سخت غبرګونونه راپورته کړي.

د ابومسلم خراساني د واټ نوم د بلخ ولایت مقام له خوا د هغو څو تنو ایرانیو دیپلوماتو په نوم شوی چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې په مزارشریف کې وژل شوي و.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل، چې د دې موضوع د روښانه کولو لپاره به بلخ ولایت ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دیني او کلتوري چارو کمېسیون دغه نومونه د قانون پر خلاف بولي او وايي، په واټونو باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا نومونه کېښودل شي.

د انتقاد کووونکو لوی اعتراض دا دی چې دغه واټ د داسې ایرانیو دیپلوماتو په نوم شوی چې یو وخت یې په افغانستان کې جاسوسي کوله او د کورنۍ جګړې اور ته یې لمن وهله.

د ولسي جرګې د دیني او کلتوري کمیسیون رئیس کمال ناصر اصولي او یوې غړې هیلۍ ارشاد په دې اړه وویل:

“هیلۍ ــــ وروسته تر هغه چې تاسو خبر شوي یاست، ایا د بلخ سیمه ایزو چارواکو ته مو رسمي مکتوب لیږلی، د بلخ له والي سره مو خبرې کړي، په دې خاطر چې هغوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اصولو خلاف کار کړی.

اصولي ـــ د بلخ والي چې د ایران د وژل شوو ډیپلوماټانو په نوم یې یو واټ نومولی او دغه واټ پخوا د ابو مسلم خراساني په نوم وو، ایا په دې اړه د بلخ چارواکو وزارت ته یو رسمي مکتوب لیږلی، ایا د بلخ سیمه ایز چارواکې د دې کار صلاحیت لري او که یا؟”


تر دې پخوا د بلخ سیمه ایزو چارواکو له خپل دې کار څخه دفاع کړې او ویلي یې وه، چې ایران د جهاد په وختونو کې له افغان مجاهدینو سره مرستې کړي وې او د بلخ چارواکو دغه کار د ایران او افغانستان د اړیکو د غښتلتیا په نیت کړی.

دوي ویلي وه، دغه واټ یې د وژل شویو ایرانیو دیپلوماتو په نوم کړی خو د منظورۍ لپاره یې موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارلې.

خو څرګنده نه ده، چې د بلخ د ولایتي چارواکو له دې څرګندونو سره سره د اطلاعاتو او کلتور وزیر ولې په دې اړه بې خبري ښيي.

معصوم میوند- کابل