د غور په لعل وسرجنګل کې یوې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وواژه

د غور چارواکي وايي، چې د لعل وسرځنګل په ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وواژه.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالحي خطیبي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ۲۱کلنې سکېنې تېره شپه په خپل کور کې ځان غرغره کړی.

د لعل وسرجنګل ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار نادرشاه حسین وايي، دغې ښځې هغه وخت ځانوژنه وکړه، چې خاوند یې هغه د پلار کور ته له تګ څخه منعه کړه.

هغه وايي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دغه په روان کال کې د غور په ولایت کې د ښځو د ځانوژنې څلورمه پېښه ده.