ناټو وايي، د افغانستان په جنوب کې یې یوه هلیکوپټر غورځيدلې چې څوک په کې ټپیان شوي نه دي.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو یوې ویاندې امي هیسین وویل، هلیکوپتر په لوګر ولایت کې اضطراري ناسته کړې. هغې وویل چې د پيښې په وخت کې د وسلوالو طالبانو د فعالیت راپور نه دی ورکړل شوی.
طالبانو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ادعا کړې چې هلیکوپتر د دوی کسانو راغورځولې او سواره عسکر ټول پکې وژل شوي دي.
د دې میاشتې په سر کې طالبانو په کندهار ولایت کې د یوې هلیکوپتر د غورځولو ادعا هم کړې وه.
په دې پيښه کې اوه امریکايي او څلور افغان عسکر وژل شوي و. امریکايي چارواکو ویلي، داسې نه ښکاري چې دغه هلیکوپتر دې ویشتل شوي وي. خو په دې اړه رسمي څیړنې هم بشپړې شوي نه دي.