ملي امنیت ، ۶تنه چې په کابل او پروان کې یې د ځان وژونکو حملو پلان درلود، نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، شپږ تنه چې په کابل او پروان ولایتونو کې یې د ځان وژونکو حملو پلان درلود نیولي دي.

ملي امنیت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې دغه کسان د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې تیره شپه نیول شوي دي.

د ملي امنیت له خوا نن په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوې، چې له دغو کسانو سره یی په ډیر انده زه انفجاري توکي او نور کیمیاوي مواد یی ترلاسه کړي چې د ګاونډي هېواد پاکستان نه انتقال شوي وو.