م.م: که په غزه کې جدي اقدامات ونشي نو دا سیمه به په ۲۰۲۰ کې د اوسیدو وړ نه وي

د ملګروملتونو یو نوی راپوروایي، چې که په غزه کې د لومړنیو خدماتو د ښه کیدو لپاره جدي اقدامات ونشي نو دا سیمه به په ۲۰۲۰ کال کې د اوسیدو وړ نه وي.

د دغه راپورله مخې لومړنۍ اړتیاوې لکه اوبه، روغتیایي، تعلیمي او د حفظ الصحې خدمات د خلکو غوښتنې نشي پوره کولای.

په راپور کې ویل شوي، چې د غزې نفوس به چې اوس یو میلیون او شپږلکه دی، په ۲۰۱۰ کال کې دوه میلیونه او دوه لکوکسانو ته ورسیږي.

د راپور له مخې د غزې د طبیعي اوبو یواځینۍ منبع سواحل دي چی په ۲۰۱۶ کې به د استفاد وړنه وي.

اسراییلو غزه په ۲۰۰۷ کال کې وروسته له هغې محاصره کړه، چې حماس قدرت ته ترلاسه کړ.