له هلمند څخه په تازه راپورنو کې راغلي، چې وسله والو طالبانو د کجکي په ولسوالۍ کې تیره شپه اولس ملکیان وژلي.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي وویل، چې طالبانو د کجکي په روښن آباد سیمه کې له دوو ښځو سرونه پرې کړي او پنځلس نارینه یې وژلي دي.
د ښاغلي احمدي په وینا دا سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده.
د موسی کلا ولسوال نعمت الله صمیم هم دا پيښه تاییدوي او وایي، چې دا کسان د موسیقي په یوه محفل کې تر ګډون وروسته وژل شوي دي.
خووسله والو طالبانو تر دم ګړۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکي طالبانو یو شمېر ولسي خلک په هلمند کې بهرنیانو ته د جاسوسي په تور وژلي دي.