د امریکا په څلورو ساحلي ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی

د امريکا په څلورو لورو ساحلي ايالتونو کې د ايساک په نوم استوايي توپان په خاطر اضطراري حالت اعلان شوى.

د امریکا د "لويز يانا، ميسي سيپي او الاباما" ایالتونو کې پرون د بېړنى حالت اعلان وشو؛ خو په "فلوريډا" کې تر دې یوه ورځ مخکې لا د شدیدو بارانونو او بادونو له کبله بېړنى حالت اعلان شوى و.

د فلوريډا په جنوبي هوايي ډګرونو کې او له "ميامي" څخه دباندې، سل هاوو پروازونه لغوه شوي دي.

پرون د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند مجبور شو؛ چې د ولسمشرۍ لپاره د خپل کاندید مټ رومني د رسمي معرفي مراسم یوه ورځ وځنډوي.

د دې ملي پروګرام ویاند (Kyle Downey) وویل: "موږ به وضعیت ته ګورو. موږ له دولت، فډرالي ادارو او سیمه ییزو چارواکو سره په دوامدار تماس کې یوو.

تاسې پوهیږئ چې زموږ عمده تشویش د خلکو مصونیت دی، نو وبه ګورو چې څنګه کیږي. خو هو! دا ګړۍ پوره ډاډ لرو، چې د سې شنبې تر ورځې به حالت ښه شي او موږ به خپله ملي غونډه وکړو."

ویل کیږي، چې د ایساک طوپان شدت به دوهمې درجې ته لوړ شي او د سه شنبې یا چهارشنبې په ورځ ښايي په فلوریدا او لویزیانا کې د ځمکې د ښویدوو سبب شي.

پخواني معلومات:

په داسې حال کې چې د امريکا څلورو ساحلي ايالتونو ته د ايزاک په نامه استوايي توپان ورروان دى، دغلته بېړنى حالت اعلان شوى دى.

د "لويزيانا، ميسي سيپي او الاباما" پرون په داسې حال کې بېړنى حالت اعلان کړ، چې تر دوى يوه ورځ مخکې په "فلوريډا" کې د درنو بارانونو او د توپاند د توندو بادونو له کبله بېړنى حالت اعلان شوى و.

د فلوريډا د جنوبي هوايي ډګرونو او له "ميامي" څخه دباندې د الوتکو په سلکونو الوتنې لغو شوي دي.