د مشرانو جرګې غړي د ولسي پاڅونونو راتلونکي ته اندېښمن دي

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمیر غړي د هیواد په ځينو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پرضد د ولسي پاڅونونو د راتلونکي په اړه اندیښنه څرګندوي.

یو شمېر سناتورانو نن په خپله عمومي غونډه کې په دې هکله انديښنه څرګنده کړه؛ چې دغه پاڅون کوونکي به د افغان حکومت او خلکو پر ضد استعمال شي.

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه پاڅونونه له افغان دولت څخه د خلکو د ملاتړ څرګندويي کوي.