د لوګر ولایت د حج او اوقافو سرپرست رییس د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
د دې ولایت د والي ویاند دین محمد درویش ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې مولوي غلام رسول تیر ماښام د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د واعجان په بازار کې د دوو موټر سایکل سپور له خوا په ډزو ووژل شو.
هغه زیاته کړه، چې برید کوونکي په تیښته بریالي شوي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
تراوسه چا د دې وژونې مسوولیت ندی منلي.