د سوریې یاغیانو له ۱۱ تنو برمته کړو لبنانیانو څخه یو تن خوشې کړ

د سوريې ياغيانو پرون د ١١ شيعه لبنانيانو له ډلې چې له درېيو مياشتو ورسره وو، يو تن خوشې کړى دى.

وروسته تر هغه چې په لبنان کې د سوريايي اتباعو برمته کېدل کم شوى دا وروستى اقدام د دواړو هېوادونو پر پوله د کړکېچ د کمېدو په هدف شوى دى.

دا لبنانى يوه اوونۍ وروسته تر هغه خوشې شو، چې لبناني قبايلو دوه ترکان او تر ٢٠ زيات نور کسان وتښتول.

دا شيعه زيارت کوونکي د مې مياشتې پر ٢٢ مه وروسته تر هغه برمته شول؛ چې له ترکيې څخه د لبنان پر لوري روان وو او د سوريې خاورې ته ننوتلي وو. مخکې ”په حلب کې د سوريې د ياغيانو“ په نامه يوې ناپېژندل شوې ډلې، د دې تښتونې مسووليت منلى و.