افغانستان، ايران او هند له چابهار بندر څخه پر ښې استفادې خبرې کوي

چابهار

نن د ايران له جنوب ختيځ بندر چابهار څخه د ښې استفادې پر لارو چارو او له دې بندر څخه افغانستان ته د رېل ګاډي د پټلۍ پر غزولو خبرې کوي.

دا خبره د هند د بهرنيو چارو وزير رنجان ماتيا پرون خبريالانو ته وکړه.

هند د افغانستان له عمده مرستندويانو ګڼل کېږي، په تېره لسيزه کې دې هېواد په افغانستان کې د سړکونو، د برېښنا د توليد د پروژو او روغتونونو د جوړونې تر څنګ پر ګڼو نورو اساسي پروژو تر دوه مليارده ډالرو زياتې پيسې لګولي دي.

له هند څخه د موادو د انتقال تر ټولو نژدې او اقتصادي لار د پاکستان ده. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، خو پاکستان په اټومي وسلو سمبال سيال هېواد هند ته دا اجازه نه ورکوي چې له خاورې يې افغانستان ته سامانونه ولېږدوي، ځکه نو د ايران له طريقه ارتباطي لار د افغانستان لپاره مهمه ګڼل کېږي.

د هند د بهرنيو چارو وزير وايي، ايران هم هيله من دى چې چابهار بندر ته نژدې خپله صنعتي حوزه پراخه کړي او دې حوزې ته بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.

د افغانستان، ايران او هند دا درې اړخيزه غونډه د ايران په کوربه توب د ناپېيلو هېوادونو تر غونډې مخکې جوړېږي چې تمه کېږي د ١٢٠ هېوادونو مشران په کې ګډون وکړي.

من موهن سنګ

ټاکل شوې د ناپېيلو هېوادونو په غونډه کې د هند صدراعظم من موهن سنګهـ هم برخه واخلي، چې د غونډې په څنډه کې به د ايران له مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي سره خبرې وکړي.

امريکا له ايران سره د نژدې همکاريو له کبله پر هند فشار راولي، خو نوى ډيلى د خپلې اقتصادي پياوړتيا په خاطر د ايران خامو تېلو ته اړتيا لري. دا مهال هند د خپلې اړتيا وړ ١٢ فيصده نفتي مواد له ايران څخه برابروي.

د هند د بهرنيو چارو وزير رنجان ماتيا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، د هند او ايران ترمنځ خبرې اترې به د سوداګرۍ پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز توازن پر ښه والي راڅرخي.

اژانس ليکي، ښايي له ايران سره د هند نژدې همکاري امريکا خوابدې کړي. ځکه امريکا هڅه کوي نړيواله ټولنه د اټومي پروګرام له کبله پر ايران فشار راولي. خو د هند بهرنيو چارو وزير وايي پر ايران د ملګرو ملتونو بنديزونه مني خو د نورو هېوادونو له خوا تر دې سخت بنديزونه ورته د منلو نه دي.