د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست یوه مسئول تایید کړه، چې د جلال الدین حقاني زوی بدرالدین حقاني د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د دې ادارې یوه جګپوړي مسوول د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې حملې کې د بدرالدین حقاني په ګډون یوشمېر نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
دغې سرچینې وویل، بدرالدین حقاني له نورو بریدونو سربیره په کابل کې په انټرکاټیننټل هوټل د تیر کال په برید کې هم لاس درلود.
ترې دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و؛ چې بدرالدین حقاني د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د جمعې د ورځې به برید کې په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.
امریکايي او یا هم پاکستانیو چارواکو رسماً تراوسه د نوموړي وژنه نه ده تایید کړې.
که چېرې د بدرالدين حقاني وژنه تاييد شي، نو په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته به لويه بريا وي.
له خپل ورور سراج الدین حقاني څخه ورورسته بدرالدین حقانې د دې شبکې تر ټولو مهم مشر بلل کیږي.
د دې راپور تر لیکلو پورې په افغانستان کې وسله والو طالبانو او یا حقاني شبکې د بدرالدین د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د پاکستان د طالبانو تحریک چې په وزیرستانونو کې ډیر فعالیت لري، د نوموړي وژنه رد کړې ده.
د پاکستان د طالبانو د تحریک ویاند احسان الله احسان رسنیو ته په کونړ کې د دوی د یوه قومندان ملا داد الله وژنه تایید کړې؛ خو د بدرالدین حقانې وژنه یې رد کړې ده.