هلمند: د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې اوه تنه وسله وال وژل شوي دي

د هلمند امنیتي چارواکي وایي، چې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې یې 7 تنه طالبان وژل شوي.

په هلمند کې د پولیسو یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تیره پر پولیسو حمله کړې، چې په ځوابي حمله کې یې د د وسله والو مخالفینو ۵ تنه ژوبل او دوه نیولي هم دي.

بل خوا د هلمند د ملي امنیت ریاست وايي، چې د وسله والو طالبانو درې مهم قومندانان یې له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

د دې ولایت د ملي امنیت ريیس جنرال نظر علي واحدي وايي؛ چې دغه قومندانان ملا غفار، رحمت الله او عبدالباقي نومیږي.

د هلمند د ملي امنیت رییس وايي، دوه پاکستاني اتباع چې د دولت پر ضد یې شپې پانې خپرولې هم په هلمند ولایت کې نیول شوي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی یوه ویاند قاري یوسف ویلي، چې په موسی کلا ولسوالۍ کې یې د پولیسو یو قومندان له یوه ساتونکي سره وژلی.