د پروان چارواکي وايي، په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو مخالفینو تر منځ په جګړه کې دوه مخالفین وژل شوي او ۸ نور یې ژوبل دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالحنان کوهستاني ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د وسله والو مخالفینو او پولیسو تر منځ دغه جګړه له یوې اونۍ راهیسې پیل شوی چې نن ختمه شوې ده.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د پروان ولایت د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډیر شوي، چې ځایي خلک یې اندېښمن کړي.
د افغان دولت وسله والو مخالفینو د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.