د سوریې اصلي مخالفې ډلې نن له ملګرو ملتونو او عربي اتحاد څخه په ټینګه وغوښتل؛ چې په مرکزې ولایت حمص کې دې د فاجعې مخه ونیسي.
د سوریې ملي شوری غړی ناجې طیره وایي، د حمص اوسیدونکي د رژیم د ځواکونو له خوا له اتیا ورځو څخه د زیاتې مودې راهیسې محاصره دي او دې ولایت ته ټولې تللې لارې تړل شوي دي.
حمص ولایت چې د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشت کې د جمهور رییس بشار الاسد پر ضد د پاڅون د پیل مرکز و، په تېرو څو میاشتو کې په کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ سختې خونړۍ جګړې شوي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد نوی استازی لخضر ابراهیمي د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومې منشي بان کي مون سره وکتل.
دا لومړی ځل و، چې ابراهمي په دغه ماموریت باندې له ټاکل کیدو وروسته، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره وکتل.
ابراهیمي وویل، تر ده مخکې د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازی کوفي عنان ځکه ناکامه شو، چې نړیوالې ټولنې له هغه سره لازمه مرسته ونه کړه.
بان کي مون وویل، له ابراهیمي سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ شته؛ څو د سوریې د شخړو په هواري کې مرسته وکړي:
"زه ستاسو په څیر او د دې نړیوالې ټولنې د ټولو غړیو په څیر ډیره ژوره اندیښنه لرم، چې لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده. څومره چې دا جګړه اوږدیږي هغومره به ډیر کسان په کې وژل کیږي او ډیر به ځپل کیږي، د همدې لپاره ستاسو ونډه او ستاسو مشري خورا مهمه ده."
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره یا UNHCR وایي، له دوه لکو ډیر سوریایان اړ شوي چې ګاونډیو هیوادو ته کډه شي. دا اداره وایي، دا شمېره د دوی تر مخکنيو اټکلونو ډيره لوړه ده.