مولوي دادالله په کونړ کې د ناټو ځواکونو په برید کې وژل شوی دی

افغان او ناټو چارواکو دا ومنله، چي د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یو قومندان مولوي دادالله له پاکستان سره پر پوله د کونړ په شلتن سیمه کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوی.

ایساف نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا داد الله چې په سیمه کې په جمال هم مشهور و، د وسله والو مخالفینو د انتقال او پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د حملو مسوولیت یې هم درلود.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ملا داد الله مرستیال شاکر او یو شمېر نور وسلوال مخالفین هم په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې مولوي دا دالله د ډیورنډ د کرښې اخوا د باجوړ په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر و.