د ليبيا حکومتي ځواکونو د دې هېواد پخواني مشر معمر قذافي ته له وفادارو مليشو څخه سل ټانکونه او ديرش توغندي ويشتونکي نيولي دي .
چارواکو ويلي دي، چې دا وسلې يې هغه مهال نيولي چې امنيتي ځواکونو د پايتخت په شپيته کیلومترۍ کې د دې ډلې پر يو کمپ يرغل وکړ.
د ليبيا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د چارشنبې په ورځ په دې عملياتو کې يو تن وژل شوي او څو نور ټپيان شوې دي . دوي همدارنګه ويلي دي چې ددې وسلوالې ډلې ديارلس غړي يې نيولې دي .
حکومت دا ډله د يکشنبې د ورځې په هغې موټري بم چاودنه کې هم په لاس لرلو تورنه کړې ده چې دوه کسان په کې ووژل شول .