سپين بولدک کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې شپږ ملکيان ووژل شول

د کندهار په سرحدي ولسوالۍ، سپين بولدک کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې شپږ تنه ملکيان چې په يوه ريکشا کې روان وو- ووژل شول، چې اکثريت يې ښځې او ماشومان دي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د پرونۍ چاودنې په وژل شويو کې دوې ښځې، درې ماشومان او يو سړى شامل دي.

چا د چاودنې مسووليت نه دى منلى.

سپين بولدک له پاکستان سره پر سرحد پرته ولسوالي ده.