کرزى وايي، طالبان دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

ولسمشر کرزي په خپله اوونيزه راډيويي وينا کې د وسلوالو وروستي بريدونه دردوونکي وګڼل، چې په روژې مبارکه مياشت کې يې په نتيجه کې په لسګونو ملکيان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

د زياتو بريدونو مسووليت وسلوالو طالبانو منلى و. خو ولسمشر کرزي په خپله وينا کې له وسلوالو وپوښتل چې په دغو بريدونو سره يې خپلو خلکو ته زيان رسولى که پرديو ته؟

صالح محمد صالح دغه وينا اورېدلې او راپور يې ورباندې جوړ کړى دى

Your browser doesn’t support HTML5

راپور