د پروان امنیتي مسوولین وایي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه یې ټپيان شوي دي.
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ د امنیه قوماندان صالح محمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه عملیات د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي وو، چې د هغه په وینا یو سیمه ییز پولیس هم په کې وژل شوی دی.
خو د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دې پیښې په هکله څه نه دي ویلي.
بل خوا د پروان چاواکي وايي، چې د دې ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې نن سهار د نړېوالو ځواکونو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړېوالو ځواکونو کاروان ګزمه کوله، چې د سړک د غاړې له ماین سره مخامخ شو، د هغه په وینا یو پوځي موټر په کې ویجاړ شوی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې تر اوسه معلومات نشته.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې ماین د دوی کسانو ایښی و او نړیوالو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
خو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.