بانکي مون په ایران کې د ناپیېلې هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون پلان لري

ملګرو ملتونو تایید کړې ده، چې عمومي منشي بانکي مون راتلونکې اونۍ په ایران کې د ناپیېلې هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون پلان لري.

ملګري ملتونه وايي، بانکي مون به له دې فرصت څخه په کار اخیستلو ایران ته ددې هیواد د اتومي پروګرام، تروریزم، بشري حقونو او سوریې د بحران په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې او تمې په واضحه توګه ورسوي.

بانکې مون به د اګست په نهه ویشتمه او دیرشمه نیټه په تهران کې وي. د اسرایلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو پر بانکې مون ټینګار کړی چې په دې غونډه کې دې ګډون نه کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم روښانه کړې چې دوی هم غواړي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي دې دا سر مشریزه تحریم کړي.

خو د ملګرو ملتونو ویاند مارټین نیسیرکې د چارشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې برخه کې مسولیت لري چې باید ترسره یې کړي:

((د ملګرو ملتونو عمومي منشي ددې سفر له حساسیست څخه په بشپړه توګه خبر دی، همدارنګه نوموړي د ځينو هغو نظر اوریدلی چې ترې غواړي، دا سفر ونه کړي. خو په عین وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د ناپېیلو هیوادونو د غورځنګ او هم د ایران په اړه مسولیتونه لري چې باید ترسره یې کړي. ))

ایران د خپل جنجالي اتومي پروګرام پر سر له لویدیځو قوتونو سره په شخړه کې دی. همدارنګه لویدیځ وايي چې ایران په سوریه کې هم لاس وهنه کوي.