د ولسي پاڅون جنګیالی وایي، د وسله والو طالبانو یو برید يي په شاه وتمباوه

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د پیل شوی ولسي پاڅون جنګیالی وایي، پرون یي د وسله والو طالبانو یو برید په شاه وتمباوه او بریدکونکو ته یی مرګ ژوبله هم واړوله.

د دې پاڅون یوه جنګیالی ازادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو پرون په دریو بجو د اندړو ولسوالۍ په ګولو او محکم سیمو کې د پاڅون پر جنګیالیو برید وکړ چې وروسته نښته رامنځته شوه.

د هغه په وینا په دی نښته کې چې دونیم ساعته یي وکړ، ګڼ شمېر برید کونکي وژل شوي او ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.