د پروان په مرکز کې نن د یوې ترافیکې پیښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې ولایت د ترافیکو مدیر مهراب الدین ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې پیښه کې یو تن وژل شوې او درې نور ټپیان شوي دي.
په کندز کې هم نن سهار په یوه ترافیکې پیښه کې پنځه ښځې وژل شوي او یوه ټپې شوې ده.
د کندز د ترافیکو مدیر عبدالکریم لنګري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ښځې د اختر په مناسبت خپلو دوستانو کورته روانې وې.
چارواکي وایي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د اختر په شپو او ورځو کې په ټرافیکي پیښو کې یو شمېر کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.