په بغداد کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا لوړ رتبه پوځي چارواکي د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې وکړې.
د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمسي او مالیکي د سوریې د وضعې په ګډون پرسیمه ییزو او امنییتي مسایلو هم خبرې وکړې.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دغه خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې په دې اړه چې په سوریه کې کورنۍ جګړه ښایي د عراق کمزوری امنیتي وضعیت بې ثباته کړي، اندیښنې زیاتې شوي دي.
زرګونو سوریایي کډوالو او هغو عراقیانو چې په سوریه کې اوسیدل، په وروستیو میاشتو کې عراق ته مخه کړې چې د دې هیواد پرمنابعو یې هم فشار راوستی دی.
عراقي چارواکوخبرداری ورکړی چې د القاعده وسله وال سوریې ته ننوځي او د قاچاق وړونکو له خوا هم له نا امنو پولو سوریې ته د وسلو قاچاق روان دی.