د هلمند په سنګين کې د يوې چاودنې له امله دوه ښځې او يو ماشوم ټپي شو

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه ښځې او يو ماشوم ټپيان شول.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد نن وويل، چې چاودنه پرون په سنګين ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند همدا راز زياتوي، چې نن سهار هم د لښكرګاه اړونده سرګودر په سيمه كې د پوليسو پر يو ه رينجر موټر د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ كې يې يو پوليس افسر وژل شوى دى.

بل خوا د دولت د وسله والو طالبانو وياند وايي، په لښكرګاه كې د ماين په چاودنه كې د شراف الدين په نوم د پوليسو يو قوماندان وژلى دى.