۵۰۰ملي پولیس به د مسلکي زده کړو لپاره ترکیې ته ولاړ شي

ټاکل شوې چې پنځه سوه تنه ملي پولیس د مسلکي زده کړو لپاره ترکیې ته ولاړ شي.

د کورنیو چار وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پولیس به په یاد هېواد کې شپږ میاشتې زده کړې وکړي:

(لومړې ډله یي یو سلو شپږ شپیته کسان دي، چې د شپږو میاشتو لپاره د یوه روزنیز پروګرام له لارې ترکې ته روانیږي، چې هلته به په یوه مشهوره اکاډمۍ کې زده کړې وکړې.)

هغه زیاته کړه، چې دا پولیس به په دریو ډلو کې ترکیې ته واستول شي.

له دې نه وړاندې هم کابو شپږ سوو تنو پولیسو په ترکیه کې زده کړې کړې وې، چې اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.