د سپین بولدک د پولیسو له مشر نه به د ناټو د یو پوځي د وژل کیدو په اړه پوښتنه وشي

په کندهار کې چارواکي وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ د پولیسو له مشر نه به ډير ژر د هغې پیښې پوښتنه وشي چې په کې یوه افغان پولیس د ناټو یو پوځي وواژه.

ګل محمد وروسته تر دې د سې شنبې په ورځ له دندې لرې شو، چې یوه پولیس دوې ورځې مخکې تر دې د ناټو یو سرتیری وواژه.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل تیر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، له ګل محمد څخه به د پیښې تحقیقات د کندهار د سیمه ییزو چارواکو له لورې کیږي.

د سپین بولدک له امنیې قوماندان څخه د تحقیقاتو پریکړه وروسته تر دې وشوه، چې د امریکا ولسمشر او جګپوړیو پوځي چارواکو د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر سرتیرو د بریدونو په ډيریدو ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې روان کال په دې ډول بریدونو کې شاوخوا څلویښت بهرني پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي.