د یونان صدراعظم انټونیس سماراس په خپل هېواد کې د پیسو د سپما او اقتصادي اصلاحاتو د رامنځته کیدو لپاره د نور وخت غوښتنه وکړه.
په هغې مرکې کې چې د چهارشنبې په ورځ یوې جرمنۍ ورځپاڼې خپره کړه، سماراس وویل، یونان ساه اخیستو ته اړتیا لري څو ژر تر ژره خپل اقتصاد په پښو ودروي او کورني عواید زیات کړي.
نوموړي دا خبرې مخکې تر دې کړې دي چې د ایرو زون هیوادو له مسوول سره نن ګوري او همداراز د جرمني او فرانسې له مشرانو سره د روانې اونۍ په وروستیو کې خبرې کوي.
سماراس تر فشار لاندې دی څو خپله ژمنه پر ځای کړي او دا څرګنده کړي چې یونان د خلکو له لګښتونو یولس نیم میلیارډه ایرو د دوو کلونو په ترڅ کې وسپموي او په دې ډول یودیرش نیم میلیارډه نورې ایرو په مشروط پور په سپتمبر کې ترلاسه کړي.
د ایرو زون هېوادو مشران تر اوسه پر یونان د پورونو د ورکړې په شرطونو کې نرمښت نه دی ښکاره کړی.