امریکا اعلان وکړ، چې په ۲۰۱۶ کال کې مریخ ته یوه دستګاه استوي

د امریکا فضایي ادارې اعلان وکړ، چې په ۲۰۱۶ کال کې مریخ ته یوه دستګاه استوي چی د دغې سرې سیارې لاندنۍ برخه وڅیړي.

اینسایټ سپوږمکۍ به د مریخ پرسطح د ښکته کیدونسبتا ارزانه د ستګاوې چې د دغې سیارې ترسطح لاندې د جیولوژي قشرڅیړنه به کوي، له ځان سره لیږدوي.

ټولې احصایې به پلټونکوته د مریخ د اوسني داخلي وضعیت او د هغه د بدلون په اړه معلومات ورکړي.

ساینس پوهان وایي، دا به دوی ته یو واضح تصویر ورکړي چې د ځکمې په ګډون دغه په غرونو پوښلې سیارې په څه ډول جوړې شوې دي.

اینسایټ سپوږمکۍ ۴۲۵ میلیون ډالره لګښت لري چی په دې کې د هغه توغندي لګښت ندی شامل چې دغه سپوږمکۍ به مریخ ته لیږدوي.