د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیاري مارټیناو له دندې لرې کړی دی او پر ځای یې د ولسمشرۍ د دفتر ریس ولادیمیر مکي ټاکلی دی .
مارټیناو له ۲۰۰۳ م کال راهېسې د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر وو .
د بلا روس د ولسمشر دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې مارټیناو بل پوسټ ته د بدلیدو له کبله له دندې لرې شو .
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د بلاروس نوی ټاکل شوی د بهرنیو چارو وزیر مکي د هغو بلا روسي اشخاصو په لیست کې دی چې د اروپايي ټولنې له خوا له بندیزونو سره مخ دي .
اروپايي ټولنې په بلاروس کې د سیاسي مخالفینو او مدنې ټولنې د ز پنې له کبله
پر ولسمشر لوکاشینکا او نورو لوړپوړو بلاروسي چارواکو یو لړ بندیزونه لګولي چې په کې د دوی په سفر بندیز او د دوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي .