سودان: د الوتکې د راغورځیدو په پیښه کې ۳۱ کسان ووژل شول

په سودان کې چارواکي وایي چې یوه الوتکه چې د هیواد جنوب جګړه ځپلي کوردوفان ایالت ته یې یودولتی پلاوی لیږداوه راولویده چې پکې سپاره ۳۱ کسان ووژل شول.

د سودان د هوایي چلند د ادارې یوه ویاند وویل، دغه هیت سیمې ته د دې لپاره ته چې د کوچینۍ اختر په مناسبت جشن کې ګډون وکړي.
راپورونه وایي چې په وژل شویو کسانو کې د سودان د دیني او مذهبي چارو وزیر هم شامل دی.

ویل کیږي، الوتکې د هوا د خرابوالي له امله هڅه کوله چې پرځمکه کښینې چې له غره سره ولګیده.