امریکا د افغانستان حکومت او خلکو ته د کوچني اختر او خپلواکۍ مبارکي وویله

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان حکومت او خلکو ته د کوچني اختر او د ازادۍ د ورځي په مناسبت مبارکي ویلې.

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیري میرمن هیلري کلنټن د ولسمشر اوباما او د امریکا د خلکو په استازیتوب افغانانو ته مبارکي ویلې.

په خبرپاڼه کې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بیارغوني، د بشري حقونو د مراعتولو او د ښځو حقونو ته د درناوي په برخو کې پرمختګونو ته اشاره شوې.

په خبرپاڼه کې دغه راز د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک سند ته اشاره سوې او له دې هیواد سره د امریکا د مرستو پر دوام ټينګار شوی.