د کونړ په پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۴۰ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي

د کونړ چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې نن د نړیوالو ځواکونو په بمبار کې د وسله والو طالبانو ۱۲ قومندانان او دیرش نور وسله وال وژل شوي.

د کونړ والي فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه بمبار نن سهار په چپه دره ولسوالۍ کې شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه چې ولسي خلکو ته هم په دې بمبار کي زیان رسیدلی او که نه.

په کونړ کې د دې بمبار خبر داسې وخت ورکول کیږي، چې تیره شپه هم د پاکستان له خاورې پر دانګام ولسوالئ ۵۰ توغندي ویشتل شوي.