د سوریې د ولسمشر مرستیال "فاروق الشرع" اردن ته تښتېدلی دی

په منځني ختيځ کې خبري رسنيو راپور ورکړى، چې د سوريې د ولسمشر مرستيال "فاروق الشرع" مخالفاتو ته اوښتى او ګاونډي هېواد اردن ته تښتېدلى دى.

د سعودي عربستان العربيه ټلويزيون د سوريې د خپلواک پوځ د يوه فعال په حواله راپور ورکړى؛ چې ويلي يې دي، الشرع لس ورځې مخکې لادرکه شو او ګومان کېږي، چې عمان ته به تللى وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د صدراعظم او د بشارالاسد د کابينې د دوو غړو په ګډون د سوريې له حکومت څخه د ګڼو نورو عالي رتبه دولتي چارواکو د جلا کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

څلوراويا کلن الشرع له ٢٠٠٦م کال راهيسې د سوريې مرستيال ولسمشر و.