بانکي مون د اسراییلو په اړه د ایران د مشرانو څرګندونې وغندلې

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون د اسراییل په اړه د ایران د ولسمشر او مذهبي مشر وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکیو وغندلې. بان کي مون دا خبرې له تبعیضه ډکې او تیري کوونکې وبللې.

په زرګونو ایرانیانو پرون د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې چې حکومت تنظیم کړې وه، مرګ پر اسراییل شعارونه ورکړل. په دې غونډې کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل؛ د منځني ختیځ په راتلونکې کې اسراییل ته هیڅ ځای نه شته.

ایراني رسنیو د تیرې اونۍ په پیل کې رپوټونه خپاره کړل؛ چې
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي دي، داسې ورځ به راشي، چې اسراییل بیا د فلسطین له خاورې سره یوځای شي او اسراییلیان له منځه ولاړ شي.

ایراني مشرانو دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي، چې اسراییلي رسنیو د ایران پر اټمي مرکزونو د اسراییل له لورې تر نومبر مخکې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کیږي، د احتمالي بریدونو خبرونه خپاره کړې دي.