افغان دولت د هېواد د خپلواکي ۹۳ یمه کلیزه نه لمانځي

نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۹۳ یمه کلیزه ده.

سږ کال افغان دولت د دې ورځې د لمانځنې لپاره رسمي پروګرام نه دی برابر کړی.

جمهور رییس حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د کلیزې او د کوچنې اختر په مناسبت، یو شمېر بندیان له بنده آزاد کړي او یا یې هم د هغوی د بند موده راکمه کړې ده.

له نن څخه ۹۳ کاله وړاندې، د وخت پاچا غازي امان الله خان د افغانستان استقلال په رسمي ډول له انګلیسانو څخه حاصل کړ او افغانستان هغه مهال د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپیژندل شو.