د یوکراین د کورنیو چارو پخوانی وزیر په دوه کاله بند محکوم شو

د یوکراین یوې محکمې نن د دې هیواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر یوري لوتسینکو په دوه کاله بند محکوم کړ .

یوري لوتسینکو د دې لپاره په بند محکوم شوچې په ۲۰۰۴ کال کې د جمهوري ریاست د کمپاین په ترځ کې يې د پخواني ولسمشر ویکتور یوشچینکو د مسمومیدلو د پيښې په ارتباط د مشکوکو کسانو د غیرقانوني تعقیف امر کړی دی.

د یوکراین محکمې دی د فبرورۍ په میاشت کې له خپل صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په جرم په څلور کاله بند محکوم کړی و.