په فراه ولایت کې یوه افغان پولیس دوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل

د ناټو چارواکي وايي، چې نن په فراه کې یوه افغان پولیس پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې او دوه تنه یې ووژل.

د ناټو ځواکونو ویاند تایید کړې، چې حمله کونکی افغان پولیس هم وژل شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال له فراه په رپوټ کې وايي، چې دا پيښه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې شوې.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي نن ازادي راډیو ته وویل؛ چې په پيښه کې یو تن زخمي شوي دی.

ښاغلي ژوندي وویل، چې د حمله کونکي دماغي حالت چندان ښه نه و.

د ناټو په حواله د روان کال په جریان کې ۳۹ بهرني عسکر د افغانستان د امنیتي ادارو د عسکرو او کارکونکو په حملو کې وژل شوي دي.