د پروان امنیتې چارواکي د دې ولایت په شینوارو ولسوالې کې د یوې ترورستي پیښې د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د پروان د امنيې قومندانۍ د امنیت امر فایق سیدخیلي ازادي راډيو ته وویل؛ چې نن سهار یې د انفجاري توکیو یو ډک موټر کشف او خنثی کړی؛ چې غوښتل په پروان ولایت کې ترورستې حملې ترسره کړي.
نوموړي وویل، چې د انفجاري توکیو دغه موټر د افغان او بهرنیو ځواکونو په مرسته نیول شوی او وروسته ورته چاودنه ورکړ شوه.
تراوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.