يوې بحرنۍ محکمې پرون مشهور شيعه فعال نبيل رجب د حکومت پرضد د اعتراضونو په خاطر په درې کاله حبس محکوم کړ.
رجب د بحرين د بشري حقونو د مرکز موسس دی او د سُني مذهبه الخليفه د کورنۍ د پراخ قدرت پرضد يې د اعتراضونو مشري کوله.
په بحرين کې، چې د امريکا د متحدو ايالتونو سمندري ځواکونه اډه لري، له تېر کال راهيسې، له عربي پسرلي څخه په الهام سره د اکثريت شيعه وو په مشرۍ ديموکراسي پلوه شخړې پارېدلي دي.
د بشري حقونو ډلو د بحريني محکمې پرونۍ پرېکړه په کلکه وغندله.
د امريکا د بهرنيوچارو وزارت د بحرين د محکمې پرېکړه د ژورې خوابدۍ وړ وبلله، خو د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مشرې کاټرين اشټون له بحريني محکمې وغوښتل؛ چې پر خپلې فيصلې له سره غور وکړي.
پر بحرين د تېر کال د اعتراضونو د ځپلو په خاطر د نړيوالې ټولنې له لوري سخت انتقادونه وشول.