د طالبانو یوه مهم مشر په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه

د طالبانو يوه مهم مشر اغا جان معتصم د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د پيلېدو غوښتنه وکړه.

معتصم، چې تر ۲۰۰۹ پورې د طالبانو د سياسي کمېټې رييس و او لا هم د طالبانو په منځ کې زيات نفوذ لري، په يوه ليک کې د افغانستان د شخړې د سوله ييز حل لپاره د بنديانو د خوشې کېدو او د سولې د پروسې د چټکتيا لپاره د بنديزونو د پای ته رسېدو ږغ کړی دی.

اغا جان معتصم، چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د رژيم د ماليې وزير و؛ روانه مياشت د ملګروملتو له تور ليسته وايستل شو. ده په خپل ليک کې له ملګروملتو په دې مننه کړې؛ چې د ده نوم يې له دې ليسته ايستلي دي.

خو له ملګروملتو او امريکا يې غوښتنه وکړه، چې د نورو طالبانو نومونه هم له تور ليسته وباسي او د ګوانټانامو له زندانه طالب مشران خوشي کړي.