په افغانانو کې له وطن سره مينه ترويج شوې؟

د بلخ چارواکو يو واټ د ځينو وژل شويو ايرانيانو په نوم کړى دى.

د بلخ د ولایتې شوری رئیس او چاوراکې وایي، ایران هم د یو شمېر افغان مشرانو نومونه په جادو ایښې او دوي له خپلې پریکړې نه ګرځي.

د افغانستان ملې شورا ددې مسلې په اړه سخت غبرګون او مخالفت ښودلی او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت چارواکې به د پوښتنو او وضاحت لپاره ور وغواړي.

د بلخ چارواکې وایي، د ملې شوری د غړیو خبرې بي اساسه دي او دوي اهمیت نه ورکوي.

دا چې حب الوطن په افغانانو کې څومره غښتلی یا ترویج شوی؟ آیا ګاونډیو هیوادونو د افغانانو تر منځ ملي وحدت کمزورۍ او له وطن سره مینه کم رنګه کړې او کنه؟ دا او نورې پوښتنې به له درنو میلمنو سره په خبرو کې ځواب شي.




Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه



د کابل په سټډیو کې رابللي میلمانه دي:
۱ – د ولسې جرګې غړې محترمه حبیبه دانش
۲ – د حق او عدالت د ګوند د رهبرۍ غړې محترمه آزیتا رفعت
۳ – د ملې ایتلاف ویاند ښاعلی فضل الرحمن اوریا
۴ – په سیاسي مسئلو کې د نظر خاوند ښاغلی انجنیر محمد یونس فکور