د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریاکاردو پوتینو پر بریتانې تور پورې کړی

د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریاکاردو پوتینو پر بریتانې تور پورې کړی چې دې هېواد په لندن کې د ایکوادور پر سفارت د برید ګواښ کړی څو د ویکي لیکس موسس له هغې ځایه ونیسي.

د ویکي لیکس موسس جولیان اسانژ په تیره جون میاشت په لندن کې د اکوادور په سفارت کې له دغه هېواد څخه د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.

اسانژ هڅه کوي، څو د بریتانېې له خوا سویډن ته چیرته چې پر نوموړي د جنسي تیري تور لګیدلی، ونه سپارل شي.

جولیان اسانژ ویره لري، چې سویډن به هغه متحده ایالاتو ته چې نوموړي يې په خپله ویپ پاڼه حساس او محرم اسناد خپاره کړي دي، وسپاري.

بریتانوي چارواکو ویلي، د سویډن ته د اسانژ د سپارلو د قانوني اقدام لپاره دوي کولای شي په لندن کې د اکوادور د سفارت دیپلوماتیک مصونیت لرې کړي.