په زرګونو سوريايانو ترکيې ته پناه وړې

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن په دې بحث کوي، چې په سوریه کې د نړېوال څارونکي ماموریت له ختمیدو وروسته د دغه هېواد د شخړې د حل لپاره په ملکي سطحه نوري هلې ځلې پیل کړي او که څنګه. ټاکل شوې ده، چې په سوریه کې د ملګرو ملتونو څارونکې ماموریت د راتلونکې یکشنبې په ورځ پای ته ورسیږي. ملګرو ملتونو د دغې ماموریت د بیا تمدید لپاره دوه شرطه ایښي وو: لومړی د حکومتي ځواکونو له خوا د درنو وسلو د بریدونو دریدل او په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی. تر ٤٠٠٠ زيات سوريايان په وروستيو ورځو کې ترکيې ته اوښتي دي او په دغه هېواد کې يې د سوريې د کډوالو شمېر ٦٠ زرو ته پورته کړ. د امريکا ږغ خبريال له ځينو کډوالو سره خبرې کړې دي