په ارزوګان کې څلور ماين لېږدوونکي وژل شوي دي

د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې څلور ماين لېږدوونکي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد ايل وويل، چې څلورو وسلوالو مخالفينو ماينونه لېږدول، چې پر لاره د ولسوالۍ د وان په سيمه کې پرې چاودېدلي دي.