ملي امنیت په ننګرهار کې ۲۱ ټنه امونیم نایتریت نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې موظفینو یې په ننګرهار ولایت کې یوویشت ټنه امونیم نایتریت سره چې په چاودنو کې ترینه کار اخیستل کیږي، نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دې موادو د لیږدولو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

په اعلامیې کې چې نن خپره شوه، د دې موادو د نیولو دقیق ځای او وخت نه دی ذکر شوی.

په اعلامیې کې راغلي، دغه مواد په یوه هینو موټر کې چې پاکستانی نمبر پلیټ لري، ځای پر ځای شوي و.