ایکوادور به جولیان اسانژ ته سیاسي پناه ورکړي او که نه؟

تمه ده، چې ایکوادور به نن اعلان وکړي چې ایا د ویکیلیکس انټرنت پاڼې موسس جولیان اسانژ ته سیاسي پناه ورکړي او که نه؟

اسانژ د جون له ۱۹ راپدیخوا په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې اوسي او له دې هېواده یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

اسانژ هڅه کوي، چې سویډن ته چې دی په جنسي تیري تورن شوی، ونه سپارل شي.

د ایکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریکاردوپاتینو پرون وویل چی بریتانیا ګواښ کړی چې د اسانژ د نیولو لپاره به په لندن کې د دوی پرسفارت برید
وکړي.

بریتانیا تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې بریتانیا پرخپلې پریکړې ولاړه ده چې اسانژ سویډن ته وسپاري.

اسانژ او د هغه همکاران اندیښمن دي چې که دی سویډن ته وسپارل شي، دا هیواد به یې متحدو ایالتونو ته په لاس ورکړي. نوموړی تورن شوی چې د ویکیلیکس انترنت پاڼې له لارې یې زرګونه امریکایي حساس اسناد خپاره کړي دي.