اطلاعاتو او کلتورو وزارت دې یو واټ د ایراني ډیپلوماټانو په نوم نه نوموي
د مشرانو جرګې د دیني او کلتوري چارو د کمېسیون مسئولین وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي به ډیر ور وغواړي او په مزار شریف کې به پر یوه واټ د ایراني ډیپلوماټانو د نوم ایښوولو په اړه معلومات ځیني وغواړي.
د دې کمېسیون رئیس میر حمدالله منیب د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکې باید د هېواد په شمال کې د ایران د پخوانیو وژل شوو ډیپلوماټانو په نوم د واټ نومولو مخنیوی وکړي.
“ هغه غونډه چې موږ درلوده دا پرېکړه وشوه، چې وزیر به د اطلاعاتو او کلور له رئیس او د واټونو د نوم ایښوولو د کمېسیون له مسئولیونو سره راوغوښتل شي.
د دې کمېسیون او مشرانو جرګې غړو ویل، چې کولای شوو، پر واټونو باندې د افغان شهیدانو نومونه کښېږدو.
باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم له دې کاره پر شا شي او ځان دې د سنا او د خلکو د استازو په وړاندې نه مسئول کوي، باید مخه یې ونیسي، ویې نه مني او رد یې کړي.”
د مشرانو جرګې د دیني او کلتوري چارو کمېسیون یوه ورځ تر هغه دا غوښتنه کوي، چې د بلخ د والي ویاند ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه موضوع یې د وروستۍ پرېکړي لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د واټونو د نوم ایښوولو کمېسیون ته سپارلې ده.