د سوریي په شمال کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه شل کسه وژل شوي

د سوریي په شمال کې د وسله والو مبارزینو په یوه مورچل باندې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه شل کسه وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څارنې سازمان چې مرکزي دفتر یي په لندن کې دی وایي، چې د حلب ښار ته نژدې د عزاز په سرحدي ښار ګوټي باندې دغه برید پرون وشو.

له دغه برید مخکې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په دمشق کې نښتې وشوې.

د بشري حقوقو فعالانو وویل، چې دغه نښتې وروسته له دې رامنځ ته شوې چې وسله والو مخالفینو د دمشق په لویدیځ کې د مزه په سیمه کې د دولتي ځواکونو په پوستو برید وکړ.

دغه برید دولتي ادارو او د ایران سفارت ته نژدې وشو.